IQNA

د هیګ نړیوالې محکمې په وړاندې د فلسطین د  ولس ملاتړو لاریون وکړ

11:29 - October 24, 2023
د خبر لمبر: 3488163
ایکنا-(هیګ) د فلسطین دغزې د مظلومو خلکو  ملاتړو ، دهیګ نړیوالې محکمې د مرکز په مقابل کې  په غونډیدا سره  د فلسطنیانو  په ضد د اسرائيلو د جنایتونو ددریدا غوښته وکړه.

ایکنا نیوز د اې بی سی له قوله راپور راکړ،  د  Extinction Rebellion Justice Now ډلې فعالانو پرون مازدیګر د هغه بینر په اوچتولو سره چې پرې لیکلي وو؛نتنیاهو جنګي جنایتکار دی؛په هیګ کې  ددیره نړیوالې محکمې  په وړاندې په پل باندې ستره غونډه وکړه.

ددغې ډلې ویندوي  اوتیس ووئیل،چې دغه تنظیم په هرځای کې د مظلومو خلکو ترڅنګ ولاړه  ده.هغه زیاته کړه  دغه هماغه ظالمانه سسټم دی چې د آب و هوا بحران رامینځةکوي.

ددغې  فعالې  ډلې هالینډي څانګې  چې د اب و هوا له بدلونونو سره  د مبارزې لپاره  جوړه شوې  ، د اکتوبر په اومه نیټه د فلسطین له ولسه  دملاتړ لپاره څو نوره غونډه  هم ترسره کړي دي.

ددغې ډلې لږترلږه نولسو فعالانو  چې د هیګ نړیوالې محکمې د ودانۍ دروازه ئې بنده کړې وه ، دلنډې مودې لپاره  ونیول شول.

مظاهره چیانو البته  د آئي سی سی  دعادی  فعالیتونو کې  هیڅ ډول خنډ رامینځةنه کړ. د هیګ دنړیوالې محکمې  ویندوئې سونیا روبلا  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د هیګ نړیوالې محکمې دامنیت سسټم  له پولیسو سره  وضعیّت وارزوۀ حالات  په عادي ډول دي.

مظاهره چیانو همداراز  د هالینډ لومړی وزیر  مارک روته  چې  له نتنیاهو سره د لیدو کتو لپاره اسرائيلو ته تللی  ؤ هم سخت محکوم کړ.

داپه  داسې حال کې دي چې  امریکا او لویدیځي متحدانو ئې په غزې د اسرائيلو وحشي ډوله  حملې څخه  بې قید اوشرطه هرډول ملاتړ اعلان کړی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4177446/  

captcha